دڅلورو پوښتنو دځواب په لټه دوهمه برخه
عبدالقیوم عبدالقیوم

 

 

۲-ستونزه کله ا وڅنګه رالوڅه سوه؟

د ستونزي د کله ا وڅنګه رالوڅیدو په باب به خامخا نظریا ت متفاوت وي. یوداچي زموږ دهیواد ستونزه یوه نده ، بل علاوه پرکورنيو لاسونو، خارجي لاسونه هم پکښي دخیل دي.د ستونزي زیږونکۍ لوبغا ړۍ یو شخص،یوګروپ یوسیا سي حزب او يا یود ولت نه ؤ.

د ولسونوترمنځ دنفاق اچولوڅخه ګټه پورته کونکي دولتونه ،سیاسي ،مذهبي کړۍ ،یوشمیر کورنۍ اوحتی د هغو اشخاصو شمیرهم کم نه دئ،دکوموترمنځ چي فکري ،سیا سي ،طبقا تي ګټي اوځا نګړ تیاؤ شتون لا ره ا ولا تر ا وسه هغه تفا وتونه په قوت موجود دي.

نو و دې سوا ل ا وهربل سوال ته جوا ب ورکول به دټولوهغې سره یوشا ن نه وي. اوحتی دافغانانو دستونزو دراپیدا کیدو یا زیږیدودقیق تاریخ اونیټه معلومه نه ده.ترکومه چي مالوستي دي ،ددې ورستیولوڅوپیښوپه قضا یا وو کي ښکیل هرلورۍ چي کوم څه لیکلي دي هغوی داکوښښ کړیدئ چي دمسؤلیت پیټي په یوډول دډولونوپربل واچوي دمثال په ډول:

اول:-ډیرد وستا ن د دغه ستونزي درازیږیدواورالوڅیدو ا سا سي ریښې ا وعوا مل په هیوادکي له ډیره پخوا څخه د یوشمیرفاسدو وا کمنومیراثي پاچهي ،د علم ا و پوهي درایج کولو سره دسلطنتو اګاهانه نه مرسته اودښمني وه چي زموږ ولس يې دعلم اوپوهي لیري ساتلۍ ؤ.

دهیواددپرمختګ اوترقي مخنیوی په خاصه دمحمدظاهرشاه دآوږده سلطنت دوره ، بیاوروستي کلونه چي زیات لړزاند ه وه په لږ وخت کي دڅوتنو صدر اعظمانو ټاکل اوبرطرف کول ، د ا حزا بود قا نون نه امضأ او توشیح ،د سلطنتي کورنۍ په دننه کي اختلافات اوکشمکشونه اویوشمیرنورو عواملولاس سره ورکړۍ څو هغه دسلطنت په بطن کي پټي چټلۍ ( ستونزه )يې را برملأ کړې،دچنګا ښ دمیاشتي د۲۶تاریخ پیښه يې را منځته کړه .

هرڅوک که ژاړي نوهغه به دښمنان ژړوي

یوزه بدبخت یم چي همیش مي خپل دوستان ژړوي

دوهم:- بل شمیردوستا ن بیا سرد ا رمحمدد ا ود خا ن ا و د هغه دچنګاښ دمیاشتي ۲۶کود تا دستونزي د رالوڅیدو اساسي عامل ګڼی . وائې چي د یوه نسبتا آرا م سلطنت چپه کول، دسلطنت هرډول ګنده کي چي وه ښه په دې وه چي سريې تړلۍ ؤ. ورسره دسلطنت دوختونو د نیم بنده دموکر اسي له منځه وړل، دشورویانو په مشوره دپرچم سره په ګډه د کودتا سرته رسول ، دپرچمیانو سره دحکومت تقسیم ، دکورنیو چارووزار ت،دوخت استخبارات ،دزراعت وزارت،دسرحداتووزارت دهیوادپه ۸۴ولسوالیوکي پرچمي ولسوالان مقرره ول ، دجمهوریت ترنوم اوشعارلاندي د مطلق استبدا دی واک چلول،

د اسلامي نهضت دطرفداروځوا نا نو نیول ا ووژنه،ومحمدهاشم خان میوند وا ل ا و نورو زیا تو سیا سي ا شخا صو ته توطیه جوړونه ، دهغوئ وژنه ،بند ي کونه ، په قلعه زمانخان کي د ډلیز قبروڅخه دپنځوسوو افغانانو دمړوراایستنه او داسې نور بولی .

د وطنه څخه دیو شمیرځوا نا نوفرا رته زمینه برابرول څوهغه ټول د پا کستا ن په دام کي ولویدل، دجزأ دقانون انفاذ، د سیا سي فعا لیتو نومخنیوی ، دمیراکبر خیبر تروراودخلق دموکراتیک ګوند پررهبرۍ باندي حمله اوبندي کول اوخورانورزیات عوامل د د ې ستونزو د درسوأ کیدو داسا سي عواملو په توګه په ګوته کوی .

زر،زوراوفوځ غرونه چپه کولای سي، ښارونه تسخیر، نړو لای اوخرابولای سي،لاکن په زړوکي مینه اورارواني اوبه نسي وچه ولای اودرولای.

سرداروې،لیونی وې،ولي ؟سور سوي شهزاده

سورنوکله بیرته توریږي، ولي ؟سوي دونه ساده

دریم:- بل شمیرهغه خلګ چي په تیروسلطنتو کي يې ګټي خوندي وې ،هغوی بلکل پورته ټولې ادعاګانې هرڅه نا چیزه نيسي اوحتی تیر وختونه دجنت سره مشابه ګڼي. د ستونزوشروع اورالوڅیدنه تازه او د ۱۳۵۷ کا ل د غوائې د میا شتي ۷ نيټه بولي.

ادعا لري چي دخلق دموکراتیک ګوند د شوروي په مرسته د سردا رمحمدد ا ود خا ن آرام ،قانوني اولمړۍ جمهوریت ونړوي. دا ود خا ن اوکورنۍ يې ووژل ، بې ګنا ه خلګ يې ونیول او ووژل، په حکومت اوسیاست کي يې نورو احزابو اوسیاسیونو ته دګډون حق ورنه کړي ،بې وخته فرمانونه يې صادر کړل ، د ښځوخرڅولو یا ولور ا خیستني مخنیوی ، د سو د ا وسلم لغو ه کول، د بېسوا د ئ پر ضد د جهاد اعلان، ا ود مځکودوړیا ویش فرما نونه ، د ا ډول کړني د ټولني د کلتورا وحتی د ا سلا م د مقد س د ین د ا رزښتنو خلا ف بولي.نوهغه ؤ چي ستوزه يې رالوڅه اووزیږوله .

ارزوه ګل نه ؤغوټۍ وه چي ناڅاپه

دخزان سېلیو وکړل یرغلونه

څلرم:- نور شمیرا فغا نا ن بیا پد ې با ور د ي چي تیر هرڅه که ښه وه یابد ،هغه موخپل اوکورني وه ،مګر د ۱۳۵۸ هجري کا ل د مرغومي د میا شتي شپږمه دسره روسي فوځ دتیري ورځ ، دا فغا نستا ن د وخت پردولت اود ا فغا نستا ن پرحریم دروس دهوا يې اوزمیني قوا ونظا می تیری اوتجاوزؤ چي برحا ل حکومت يې ونړاوه ا ودافغانستان برحال رئیس جمهور يې وواژه. ددو لتي چارواکو نیونه ،بیله محکمي دهغوي وژنه دزیاتونوروحزبي اودولتي کارکونکو اضافه تر لسوکلونودبې سرنوشتي په حالت کي په زندانوکي دټولوبشري حقونومحروم ساتنه وه .

دروسانو یرغل دولسونو احساسات يې راوپارول،اووجهانیانوته يې دمداخلې اولاسوهونوزمینه مساعد ه کړه، دروس دغه مداخله دبد بختیو ا وستونزو مور بولي.

یوپه اتحاد واتفاق پرې قومونه سول

ته دخپل ټبر سره یونه سولې نا دانه

پنځم:- زیات شمیرخلګ په خاصه روڼ اندو پخوا اوپدې ورستیو کي دافغانستان دبدبختي یا ستونزي اساس خپله پا کستان او ایران اوهلته ددوئ پلاس جوړکړل سوي اودپردیولخوا کارول سوي ،تنظيمونه چي د۱۳۷۹هجري کال دغوائې دمیاشتي پر ۸نيټه دخپلو خارجي بادارانو خصوصاً دپاکستا ن په عمده نقش اورهبرۍ په افغانستان کې واک ته ورسيدل ، بولی .

دغه تش په نوم مجاهد و ،په عمل کي غله، قاتلان اوجاسوسان وه پدې چي دملت ټولې شتمنۍ يې چورکړې،ملي اردو اوټول امنیتي ځواکونه یې ونړول،طیاري ،ټانکونه ،وړې اودرنې سلاحوي يې کباړکړي.

په واقعیت کي روسی اشغال په پاکستاني،ایراني اودپردې شاته د نورو هیوادوپه اشغال واوښت، دهیواد هرهرڅه غلا اوونړول سول. داسلامي تنظيمودخپل منځي جګړوله امله تنهاپه کابل ښارکې ۶۵زره انسانان ووژل سول. ښارونه اوټول دولتي اوشخصي تعمیرونه، فابریکي کورنه اوهرڅه لمړی چورکیدل بیا سوځول کیدل .ښوونځۍ ،ښوونکي اوزده کونکي کافروګڼل سول ،ښونه او روزنه ورک سول،ټول هیواد په کنډواله اوبد اخلاق خانه بدل سوو ،تردې وروسته هیواد اوهیوادوال پرستونزو واوښتل.

په لوږیره يې تیرنه وزې حرام خوردئ

پررکوع ،سجود،که هرڅونه نسکوردی

شپږم:- پدې توګه بل ګروپ خلګ اوترډیره بریده شمالي ټلواله چي طالبانو دواکه بې واکه کړل، دطالب حاکمیت دټولو دبدبختيو عامل بولي.وايې چي طالب دپاکستان د آی،اس،آی هغه دوهم مخ دئ . که څه چي یوشمیر په شمالي ټلوالوکي اګاه سړي داموضوع داسي بیانوي :داخبره نورهرچاته اوس روښانه ده چي توپک سالاران پرنورجهان علاوه دایران اوپا کستان ددواړودپټو شبکو رسوأ اوګډ جاسوسان وه .

امریکا ،انګریز،عربو اوپاکستان دطالب د رامخته کیدو څخه دنوروسیاسي غرضونوماسیوا یو مقصد په افغانستان کي دایران دنفوذ مخ نیونه وه.دروڼ اندو اوعاموافغانانو دپاره دا ډله هم دجنګسا لارانو په شان دعلم دښمنان ،د زده کړو ،آزادۍ ،دښځو دنهضت دښمنان ،دوطن دجوړوني سره مخالف اودپردونوکران بولي.

لامعلومه نه ده چي څوک به څه شي

یا به څوک چیري دچا په جال کي مړشي

دجاسوس انجام همیشه لڅ ،روښانه نه وي

ترڅوچي وړی بارترهغوښه وي

اووم:- داوسنی زمانې هوښیار نسل پوهیږي چي خوارولسونه دجهان همیشه لویواوقوي هیوادونو د خپلو شخصي اهدافو او منافعودپاره استعمال کړیدي. افغانستان هم یودغریبو اوشاته ساتل سو هیوادو دجملۍ څخه دئ.په افغانستان کي هم دټولو لوبوتشوق کونکي ،سمبالونکي ،دخپلو وسلو آزمایونکي خارجي لوی هیوادونه وه .چي زموږ افغانان يې دخپلو اهدافو دپلاس راوړلو دپاره استعمال کړ.

زموږ تیر تاریخ دداسي پیښو څخه ډک دئ . دافغانانو ترمنځ د ۳۵ کالو جنګونو،وژنو،خرابونو نتیجه داسوه ،چي افغانان مړه ،معیوب ،مهاجر، هرڅه موخراب .مګر خارجيانو خپلواهدافو ته ځانونه نژدې کړل. دخپلو مقاصدو دلاسته راوړلو په خاطر يې خپل لاسپوڅي مفسد حکومت د(بن) دکرغیړني پریکړي په اساس دافغان ولس پرڅټ سپور او دخپلوفوځونو شتون يې هلته دائیمي کړ.

داد افغانانو دپاره اوږده ۳۵ کلنه جنګي غمیزه چي لايې پای معلوم نه دئ دهمدي هدف لپاره پرمخ وړل کیدل.

په زراوزوردبل چي پرچوکۍ سپورسي

په زور دولس باید هغه را نسکورسي

ددوهمي برخي پاي .


May 13th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي